د عوامي نیشنل ګوند یو پلاوې د روس په سفر تللې

باغی ټي وي رپورټ
د روسی هیواد د بهرنیو چارو وزارت په بلنه د عوامي نیشنل ګوند(اې این پي) یو لوړ پوړی پلاوی روسیې ته روان شوې دې.
د اې این پي دې پلاوي کښي صوبائي صدر ايمل ولي خان، مرکزي سيکرټري فنانس سنيټر حاجي هدايت الله، د اے اين پي خيبر پختونخوا جنرل سيکرټري سردار حسين بابک ګډون کوي۔
د اے این پی بلوچستان سینئیر نائب صدر سینیټر ارباب عمر فاروق او د ځنګلاتو پخوانی صوبائي وزیر واجد علی خان هم په وفد کښي شامل دی.
دغه پلاوی به روسیې ته د خپل سفر په ترڅ کې له بېلابېلو هېوادونو غړیو سره هم وګوري.
د یادونې ده چې د اې این پي ګوند مشران په داسې وخت کښې د روس دوره کوي چې په پاکستان کې هم د سیاست تودیخي درجه ډیره لوړه شوې، عمران خان چې تیره میاشت د وزیراعظم څوکۍ څخه لرې کړې شول د پاکستان په موجوده حکومت او وزیراعظم شهباز شریف تورونو لګوی چې دوی د امریکا په سازش زه د څوکۍ څخه لرې کړم، پخوانۍ وزیراعظم عمران خان په یو بیان کې ویلي وو چې ما چې کله د روس دوره وکړه نو په دې سفر مې امریکا خفه شوه.
عمران خان وایی چې دوی غواړي پاکستان د نورو هیوادونو د غلامۍ او په پاکستان امر کولو او منلو څخه آزاد کړي او یوه آزاده خارجه پالیسي ولري.





