کراچۍ کښې چاودنې یو شمیر خلق ژوبل کړي دي

0
92

باغی ټي وي رپورټ
دکراچۍ په صدر سيمه کې داؤد پوټا روډ باندې دچاودنې له امله يو تن وژل شوى دې.
په دې چاودنه کې ١٣ نور کسان ژوبل شوي دي او ګنړ شمير ګاړو ته هم زيان رسيدلى دى.

عيني شاهدان وايي، چاودنه د ساحلي ګارډ موټر ته څېرمه شوې ده.د سي سي ټي وي فوټيج له مخې، چاودنه بیګا شپې په 10:52 بجې وشوه.
ویډیو د یوې زورورې چاودنې ښکارندويي کوي کله چې د ساحل ساتونکي موټر نږدې شو.
ډي آئي جي جنوبي شرجيل کھرل له مخې په چاودنه کې يو تن وژل شوى او ١٣ نور ژوبل شوي دي. ټپيان جناح روغتون ته رسول شوي دي.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم د کراچۍ د پوهنتون مخي ته یو ځانمرګي برید ترسره شو، په دې برید کښې چینایی استاذان په نښه شول او درې چینایی استاذان اووژل شول، ددې چاودنې ذمه واري بلوچ لبریشن آرمی په خپله غاړه اخستې وه.

د میډیا رپورټ مطابق، ساحل ساتونکو سرچینو رسنیو ته ویلي دي چې ،د کوسټ ګارډ یعنی د ساحل ساتونکي موټر په دې چاودنه کې نه دې به نښه شوی. د ساحلي ګارډ سرچینو ویلي چې د ساحل ساتونکي موټر نه دې په نښه شوې ځکه چې د کوسټ ګارډ موټر له هغه ځای څخه لرې ولاړ وو چې چاودنه وشوه او د موټر چلوونکي په ګډون ټول کسان خوندي دي.

Leave a reply