د پاکستان اولس د پاکستان فوځ سره مینه کوي: ډي جی آیی ایس پي آر

0
48

د پاکستان اولس د پاکستان فوځ سره مینه کوي: ډي جی آیی ایس پي آر

 

باغی ټي وي رپورټ

د پاکستان د فوځ ویاندې ادارې آیی ایس پي آر ویاند په یو بیان کې ویلي دي چې د پاکستان خلق له خپلو وسله وال ځواک سره مينه لري، ډي جي آیی ایس پي آر میجر جنرل بابر افتخار وایی چې د وسله والو ځواکونو رول به تل د خلق لپاره ښه او مثبت وي.

ډي جي آئي ايس پي آر وويل په تيرو څو ورځو کې دټولو سياسي ګوندونو مشرانو له خوا دپوځ دمشرانو په ضد بيانونه ورکړي دي او بې ځایه نیوکي ی په ضد کیږی او دا مشران وایی چې فوځ په سیاست مداخلت کوي خو داسې نه ده د پاکستان فوځ دې د سیاست ته نه راښکل کیږي او بې ځایه دې نه بدنامیږي.
میجرجنرال بابر افتخار زیاته کړه چې د پوځ په اړه په سیاسي غونډو او ویناو کې بې ځایه نیوکې ډیره نامناسبه خبره ده.
هغه وایی چې د فوځ په اړه چې دا په سیاست کې ښکیل دي ښه کار نه دې ، هغه زیاتوي چې فوځ خپله دنده ترسره کوي، د وطن او اولس امنیت ی ټینګ ساتلې.

میجرجنرال بابر افتخار وویل مونږ د یوې ادارې په توګه د ډیرې مودې راهسې د زغم څخه کار اخلو، هغه وایی چې د یو هیواد په توګه زمونږ امنیتي ننګونې ډیرې دي.

ویاند وایی چې دغه ځواکونه په ختيځ، لويديځ او شمال کې مهم داخلي امنيتي مسووليتونه پر مخ وړي.
د پاکستان د پوځ ویاند ویلي چې زموږ د مشرتابه ټول تمرکز پر دغو مسوولیتونو او د هېواد پر امنیت دی.
د فوځ ویاند اوویل او غوښتنه ی وکړه چې که سیاستوال دي یا رسنۍ باید پوځ له سیاسي خبرو څخه لرې وساتي.
ډي جي آئي ايس پي آر اوویل چې که د ملک په سلامتۍ کښې کومه غلطي يا کمې شوې وي نو د بخښنې هيڅ ګنجائش په دې کښې نشته۔
د فوځ ویاند اوویل چې که څوک فکر کوي چې پوځ وېشل شوې دې نو هغه ته د پوځ په اړه نه پته نشته، هغه زیاته کړه چې د پاکستان فوځ په یو اتفاق او خوله دي.
هغه اوویل چې پوځ خپل سرلښکر ته ګوري، په دې کې باید څوک هم شک و نه کړي چې څوک به په پوځ کې بې اتفاقي او کرکه واچوي .
هغه زیاته کړه چې پاک فوځ ته په دوی باندې د نیوکو هیڅ ستونزه نشته، هغه زیاته کړه چې په ځانګړې توګه په سوشل میډیا نیوکې نه بلکه پروپیګنډه کیږي.
ميجر جنرل بابر افتخار اوویل چي چيف آف آرمي سټاف څوکۍ یوه ډيره مهمه څوکۍ دې او په دې اړه بې ځایه تنقید او بحث کول مناسب خبره نه ده.

هغه اوویل چې د فوځ سرلښکر د ټاکلو طرزالعمل په اساسي قانون کې ټاکل شوی، او هم ددې قانون او ایین ترلاندې به ددې ټاکنه وشي. هغه زیاته کړه چې ددې پرته په دې موضع ټینګار کول دا څوکۍ نوره هم جنجالي کوي چې دا مناسب کار او خبره نه دې چې بې ځایه بحث وشي.

Leave a reply