سوداګرۍ خونې ملګرو ملتونو سره پر اقتصادي وضعت خبرې کړې دي 

0
83

سوداګرۍ خونې ملګرو ملتونو سره پر اقتصادي وضعت خبرې کړې دي 

د يادې خونې له لوري په همدې تړاو يوې خپرې شوې خبرپاڼې کې ويل شوي، د سوداګرۍ او صنايعو خونې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې له مسوولینو غوښتې چې د بهرنۍ پانګونې د جذب او په افغانستان کې د روانو اقتصادي حالاتو د معلومولو په موخه یوه هر اړخیزه سروې ترسره کړي.

 

(2022 / 5 / 12   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې چارواکو هېواد کې پر اقتصادي وضعیت او د پانګوالو او سوداګرو پر وړاندې د پرتو ستونزو په اړه خبرې کړې دي.

د يادې خونې له لوري په همدې تړاو يوې خپرې شوې خبرپاڼې کې ويل شوي، د سوداګرۍ او صنايعو خونې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې له مسوولینو غوښتې چې د بهرنۍ پانګونې د جذب او په افغانستان کې د روانو اقتصادي حالاتو د معلومولو په موخه یوه هر اړخیزه سروې ترسره کړي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې مسوولینو افغان پلاوي ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو له پراختيايي ادارې سره د سوداګرۍ او پانګونې خونې د چارواکو دا ناسته په داسې حال کې ده چې د افغانستان پر بانکي نظام محدوديتونو سوداګري او کاروبار له سختو ننګونو سره مخ کړی دی.

Leave a reply