ننګرهار کې د تېر کال په نسبت د مچيو شاتو توليد کې شاوخوا دوه سوه ټنه زياتوالی راغلی

0
174

‏د ننګرهار کرنې رياست مسؤلين وايي، دوی په راتلونکي کې د شاتو توليد لا زياتوالي او د دې برخې لا تقويې لپاره ګڼ شمېر پلانونه په نظر کې نيولي دي.
د مچيو روزنې فارم لرونکي وايي، حکومت دې د شاتو لا زيات توليد او د مچيو روزنې برخه کې د بیرې بوټي او ګڼې نورې اسانتياوې برابري کړي.

(2022 / 5 / 12   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

‏ننګرهار کې د تېر کال په نسبت د مچيو شاتو توليد کې شاوخوا دوه سوه ټنه زياتوالی راغلی.
ننګرهار کې د شاتو مچيو د روزنې اتحاديې مسئولين د دغه توليد زياتوالي لامل وروستيو کې له ګاونډي هيواد پاکستان څخه د شاتو مچيو د لسګونه شمېر فارمونو د رانتقاليدل يادوي.

Leave a reply