افغان او ازبیکستاني لوري د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی

0
72

افغان او ازبیکستاني لوري د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی

ازبیکستاني لوري ویلي چې دوی له افغانستان سره د ترانزیتي اړیکو د پراختیا غوښتونکي دي او له همدې امله تمه لري چې ژر وکړی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د رېل پټلۍ طرحه نهایي او عملي چارې یې پيل شي.

 

(2022 / 5 / 12   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

افغان او ازبیکستاني لوري د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي نن تر غرمې مخکې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال له سردار عمرزاکوف سره د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.

سرچینه وایي چې په دې اړیکه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، سوداګرۍ او ترانزیت خبرې شوې دي.

ازبیکستاني لوري ویلي چې دوی له افغانستان سره د ترانزیتي اړیکو د پراختیا غوښتونکي دي او له همدې امله تمه لري چې ژر وکړی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د رېل پټلۍ طرحه نهایي او عملي چارې یې پيل شي.

په دې مکالمه کې همدا راز د ترمذ-مزار شریف- پېښور د رېل لارې پر طرحه هم خبرې شوې دي.

ازبیکستاني لوري ویلي دوی تمه لرله چې دغه طرحه ژر نهایي شي خو په سیمه کې د تحولاتو له امله د یادې طرحې عملي کېدل ځنډېدلي دي. افغان لوري هم ویلي چې دوی د طرحې پر نهایي کولو کار کوي او ژر به یې له ازبیک لوري سره شریک کړي.

Leave a reply