دیپلومات نشریه: افغانستان د نړیوالو مرستو او مالي چارو په مدیریت کې همکارۍ ته اړتیا لري

دیپلومات نشریه: افغانستان د نړیوالو مرستو او مالي چارو په مدیریت کې همکارۍ ته اړتیا لري
ديپلومات نشریې ویلي چې له افغانستان سره باید همکاري وشي، څو مالي برخه مدیریت کړي، د نړیوالو مرستو د سمو لګولو لپاره منظم او حساب ورکوونکی سیستم رامنځ ته کړي څو وکړی شي د افغانستان دایمي اقتصادي ستونزې تر یوې کچې راکمې کړي.
(2022 / 5 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
افغانستان د نړیوالو مرستو او مالي چارو په مدیریت کې همکارۍ ته اړتیا لري.
ديپلومات نشریې په یوه تازه مطلب کې ویلي چې په افغانستان کې مالي سیستم له نړیوال معیاري سیستم بېرته کلاسیک او دودیز سیستم ته روان دی او دا برخه جدي پاملرنې ته اړتیا لري.
سرچینه کاږي چې افغانستان ته نړیوالې مرستې رسېږي خو د مدیریت د نشتوالي له امله داسې تګلارې نه جوړېږي چې دغه مرستې د افغانانو ستونزې په دایمي توګه حل کړي.
په مطلب کې راځي چې له همدې امله ښایي دغه مرستې په موقتي او عادي چارو ولګول شي او د افغانستان دایمي یا بنسټیزه ستونزه حل نه کړي.