د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د هيواد ټول کانونه د نړيوالو قوانينو او معيارونو پر بنسټ را سپړل کيږي

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د هيواد ټول کانونه د نړيوالو قوانينو او معيارونو پر بنسټ را سپړل کيږي
شنونکي وايي، که له يوې خوا د کانونو را سپړل د هيواد د اقتصادي ودې لپاره ګټور دي، نو له بلې خوا په دې برخه کې د نړيوالو قوانينو او معيارونو له پامه غورځول پر کانونو او په ټوله کې د افغانستان پر طبيعي زيرمو ناوړه اغيز کولی شي.
(2022 / 5 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د هيواد ټول کانونه د نړيوالو قوانينو او معيارونو پر بنسټ را سپړل کيږي.
د کانونو سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلسن سره په کتنه کې ډاډ ورکړی چې د کانونو په سپړنه کې د چاپیریال او تاریخي اثارو خوندیتوب ته پوره پاملرنه کوي.
د کانونو وزارت دا سپيناوی په داسې حال کې دی چې په وروستيو کې د هيواد په مختلفو ولايتونو کې د کانونو د راسپړنې بهير چټک شوی دی.