پاک افغان همکارۍ ټولنې ترسیوري لاندې افغان اولس ته مرستې ولیږل شوې

په تورخم پوله د خوراکي توکو ډک ټرکونه افغانستان ته داخلیږي.
نصیب شاه شینواري
نن د چهارشنبې په ورځ په پاک افغان پوله تورخم د پاک افغان همکارۍ فورم ترسیوري لاندې د خوراکي توکو درې ټرکونه افغان چارواکو ته وسپارل شوه، په دې موقع په پوله د یو دستورې تابیا شوې وه چې پکښې پاکستان او افغان سرحدي چارواکو ګډون وکړو.
د تورخم تحصيلدار غنچه ګل مهمند په تورخم پوله د پاک افغان همکارۍ فورم لخوا د خوراکي توکو نه ډک درې لارۍ افغان چارواکو ته وسپارلې. افغان چارواکو په ځانګړې توګه د پاک افغان همکارۍ فورم او د پاکستاني چارواکو څخه مننه وکړه او د افغان جنګ ځپلي اولس لپاره ی د پاکستان او د پاکستان اولس مرستې په ښو ټکو کې وستایلې.
په دې موقع پاکستاني چارواکو ژمنه هم وکړه چې دا مرستې به افغان اولس سره دوام ولري. د یادونې ده چې د هغه ورځ (۳۱ اګست، کال ۲۰۲۱ ) چې کله د افغانستان څخه د امریکا او نیټو ځواکونه وتلي د تورخم په پوله افغانستان ته په زرګونه ټنه خوراکي توکي افغان اولس ته لیږل شوي دي کوم چې د افغانستان په بیلا بیلو ولایتونو کې اړمنو کورنیو ته ورکړل شوي دي.






