سیاسي او شخصي ګټو لپاره باید هیواد ته زیان و نه رسول شي

0
106

باغي ټي وي رپورټ
په داسې وخت کې چې په پاکستان کې پخواني وزیراعظم عمران خان خپل وخت پوره نه کړې شو او د بې اعتمادۍ ووټ په ذریعه د څوکۍ څخه لرې کړې شول ، د پي ټي آیی مشر عمران خان وس په ټول هیواد کې عوامي غونډې پیل کړي او تور لګوي چې هغه په سازش د څوکۍ څخه لرې کړې شو. داسې وخت کې هیواد باید د سیاسي ګټو لپاره زیانمن نه شي او ددې هیواد اولس باید د وطن او ریاست او ملکي ادارو په ضد و نه شي کارولې.
د باغی ټلویزیون د راپور له مخې، په داسې حال کې چې په پاکستان کې د ترهګرۍ څپې په تېرو وختونو کې هېواد او ولس ته زیان رسولی، سیاسی ګډوډي او سیاست د خپل شخصي ګټو لپاره کاروا هم د هېواد او ولس په زیان تمامیږي.

نن سبا په پاکستان کې سیاسي او مذهبي مخالفتونو ډیر خطرناک حد ته رسیدلې دې، سیاسي او مذهبي مشران په یو بل داسې تورونو لګوي چې په عام اولس کې د انتها خوښې لامل جوړ شوې دې او ددې اختلاف څخه ملکي ادارو، دې هیواد او عام اولس ته سخت زیان رسیدو اندیښنې مخې ته راغلي دي.
په ملک کښې چې کومه سیاسي انتها خوښي نن سبا مخې ته راغلې دا هم د پخوانۍ انتها خوښۍ په شان دې او په دې انتها خوښې کې اخلاق او د زغم څخه ښکار سرغړونه شی او عام اولس ته سخت زیان رسی.
د خلقو، ملکي ادارو او سیاسي مشرانو ترمینځ ددې مخ پر ودې سیاسي انتها خوښي څخه د بهرنیو ځواکونو لخوا هم ښه ګټه پورته شوې او پورته کیږي.
په داسې وخت کې دا سیاسي انتها خوښي په دې هیواد کې د پاکستان ملي فوځ په ضد کارول شوې ده او نن سبا هم کارول کیږي.
ددې سیاسي انتها خوښې او د فوځ په ضد
بیانونو او د سازشونو د پیژندنې او زیان په اړه په هیواد کې خبریالانو او نور شنونکو هم رنړا اچولې او عام اولس ته ی ددې انتها خوښې د زیان په اړه بشپړ معلومات ورکړي چې دا د ملک لپاره ډیر لو زیان دې.
د ملي ورځپانې په سرمقاله کې راغلي، د پاکستان پوځ له سیاست سره هېڅ تړاو نه لري. په دې اداریه کې ویل شوي چې د فوځ په ضد دداسې غلطې پروپیګنډې د یو پلان او سازش برخه ده او دا سازش د هایبرډ جنګ برخه هم ده چې د پاکستان فوځ بدنام کړي.
ددې سازشونو او پلانونو په اړه عام اولس ،ملکي ادارو او حکومتي مشرانو له هم ډیر فکر په کار دې چې ددې سازشونو په اړه کار وکړي او ددې سازشونه مخه ونیسي چې د عام اولس ،فوځ او ملکي ترمینځ دا کرکه ختمه شي او ملک د دننه کورني جنګ څخه وژغورل شي.

د یوې بلې ورځپاڼې د سرمقالې له مخې، په ادرایه او مقاله کې وایی چې پاکستان فوځ او امنیتي ادارې هر وخت د خلقو تر څنګ ولاړ دي، د عام اولس او وطن امنیت ی ټینګ ساتلي، په داسې وخت کې د خپلو سیاسي او شخصي ګټو لپاره باید هېواد ته زیان ونه رسول شوي.
په داسې وخت کې داسې منفي تبلیغات او پروپیګنډ باید په سمدستي توګه رد کړې شي ځکه داسې بې بنیاده او منفي پروپیګنډو له وجهې ملکي ادارو او فوځ ته سخت زیان رسیږي او دا د وطن او عام اولس لپاره د زیان له مل جوړیږي.

Leave a reply