د کورنیو چارو وزارت: حاجیانو ته د پاسپورټونو د وېش چارې اسانوو

0
188

د کورنیو چارو وزارت: حاجیانو ته د پاسپورټونو د وېش چارې اسانوو

د کورنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د تفاهم پر اساس به هغو کسانو ته د پاسپورټونو د وېش چارې چټکې شي چې سږ کال د حج د فريضي د ادا کولو لپاره سعودي ته سفر کوي.

 

(2022 / 5 / 11   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان د ا.ا د کورنیو چارو وزارت وايي چې حاجیانو ته د پاسپورټونو د وېش چارې به اسانه کړي. کورنيو چارو وزارت وايي چې په همدې موخه د حج او اوقافو وزارت او پاسپورت رياست تر منځ يو تفاهم ليک هم لاسليک شوی دی.

د کورنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د تفاهم پر اساس به هغو کسانو ته د پاسپورټونو د وېش چارې چټکې شي چې سږ کال د حج د فريضي د ادا کولو لپاره سعودي ته سفر کوي.

د خبرپاڼې دمعلوماتو پر بنسټ، د حج او اوقاف له ادارې غوښتل شوې چې د ټولو هغو کسانو د شهرت په اړه دې د پاسپورټ عمومي ریاست ته معلومات ورکړي چې د حج نیت یې کړی دی.

Leave a reply