ننګرهار کې یو کس خپله ښځه او څلور اولادونه د چړې پۀ واسطه سخت ټپیان کړي 

0
227

 ننګرهار کې یو کس خپله ښځه او څلور اولادونه د چړې پۀ واسطه سخت ټپیان کړي 

خو د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري رسنیو ته پۀ لېږل شوي خبر کې ویل شوي چې دغه کس حزب‌الله نومېږي او د لومړنیو څېړنیو له مخې جوته شوې چې تاریخ تیري درمل یې خوړلي ؤ.

(2022 / 5 /  11 /  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالي کې یوه کس د چړې په وسیله خپله مېرمن او څلور اولادونه سخت ټپیان کړي دي.

 د چپرهار ولسوالي اوسېدونکي وايي چې یاده پېښه پرون ماښام د دغې ولسوالي په للمې سیمه کې رامنځته شوې ده.

 د دغې سیمې اوسېدونکي زیاتوي چې پېښه د اقتصادي او کورنیو ستونزو له امله شوې ده.

خو د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري رسنیو ته پۀ لېږل شوي خبر کې ویل شوي چې دغه کس حزب‌الله نومېږي او د لومړنیو څېړنیو له مخې جوته شوې چې تاریخ تیري درمل یې خوړلي ؤ.

د اطلاعاتو ا فرهنګ ریاست خبر زیاته شوې چې یاد کس د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري نیول شوی دی.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو اوونیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ورته پېښې او خپل‌منځي شخړې زیاتې شوي چې له امله یې یو‌شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده.

Leave a reply