د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان پۀ اړه غونډه کوي

0
100

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان پۀ اړه غونډه کوي

  د ملګرو ملتونو امنیت شورا داسې مهال دغه غونډه جوړوي چې د افغانستان نوی حکومت په وروستیو کې د نړیوالې ټولنې له نیوکو سره مخ شوی دی. د ملګرو ملتونو عمومي منشي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی و، چې ښایي له نوي حکومت سره د نړیوالې ټولنې تعامل سخت شي.

 

  د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه جوړوي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې ټاکل شوې چې راتلونکې پنجشنبه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د تحولاتو او د نوي حکومت د وروستیو اقداماتو په اړه غونډه جوړه کړي.

په دې غونډه کې به د غړو هېوادونو استازي د سیاسي او اقتصادي تحولاتو په اړه خپل نظرونه او دریځونه شریکوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا داسې مهال دغه غونډه جوړوي چې د افغانستان نوی حکومت په وروستیو کې د نړیوالې ټولنې له نیوکو سره مخ شوی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی و، چې ښایي له نوي حکومت سره د نړیوالې ټولنې تعامل سخت شي.

Leave a reply