حجاب اجباري ندي، نجونې د زده کړو حق لري 

0
82

حجاب اجباري ندي، نجونې د زده کړو حق لري 

تازه د امر بالمعروف وزارت ویاند هم ویلي چې له حجاب یې مقصد یوازې چادري نه ده، بلکې په خبره یې افغاني پړونی او جامې هم په حجاب کې راځي او دا د افغانانو خپل دود دی چې نړیوال باید درناوی ورته وکړي.

 

(2022 / 5 / 11   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

افغان حکومت وایي حجاب اجباري نه دی او نجونې د هلکانو په څېر ښوونځیو ته د تګ حق لري.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ ته نومول شوی دایمي استازی سهیل شاهین وایي چې په وروستیو کې په رسنیو کې د دوی له وروستي فرمان ناسم تعبیر شوی دی.

نوموړي په خپله تازه مرکه کې ویلي چې حجاب اجباري نه دی او هغه ګنګوسې یې هم رد کړې چې ګواکي دوی د نجونو د زده کړو مخالف دي. نوموړي وویل چې دوی د نجونو د زده کړو لپاره د ښې فضا په برابرولو بوخت دي او دا خبرې ناسمې دي چې د نجونو پر مخ په دایمي توګه د ښوونځيو دروازې تړل کېږي.

تازه د امر بالمعروف وزارت ویاند هم ویلي چې له حجاب یې مقصد یوازې چادري نه ده، بلکې په خبره یې افغاني پړونی او جامې هم په حجاب کې راځي او دا د افغانانو خپل دود دی چې نړیوال باید درناوی ورته وکړي.

Leave a reply