ناروې پر ا.ا غږ کړی چې د اقتصادي ستونزو د حل لپاره لاس پکار شي

ناروې پر ا.ا غږ کړی چې د اقتصادي ستونزو د حل لپاره لاس پکار شي
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر «هنریک تون» زیاته کړې، چې د طالبانو له لوري پر ښځو د اجباري ححاب او له کوره نه وتل یوه ټکانورکوونکې پرېکړه ده، چې پکار ده پر دې فرمان له سره کتنه وشي.
(2022/ 5 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو د امربالمعروف وزارت وروستیو فرمانونو غوسه کړي او پر افغان ښځو پرلهپسې محدودیتونو ته اندېښمن دي.
دغه وزارت ویلي، طالبان د دې پرځای چې د افغانستان اقتصاد او ټولګډونه حکومت پر جوړېدو کار وکړي، خو په خبره یې چې دوی ورځ تر بلې افغان ښځې او نجونې تر فشارونو لاندې راولي.
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر «هنریک تون» زیاته کړې، چې د طالبانو له لوري پر ښځو د اجباري ححاب او له کوره نه وتل یوه ټکانورکوونکې پرېکړه ده، چې پکار ده پر دې فرمان له سره کتنه وشي.
بلخوا د طالبانو سرپرست حکومت بیا د خپلو وروستیو فرمانونو ننګه کړې او په دې اړه یې نړیوال فشارونه بېځایه بللي.
طالبانو ویلي، دوی د خپلې واکمنۍ پرمهال هغه څه ته لومړیتوب ورکوي چې شریعت ورته ویلي دي.






