ایراني حکومت هغه کډوال برمته او زنداني کړي چې د ثبت په موخه حکومتي اداراتو ته ورغلي ؤ
ایراني حکومت هغه کډوال برمته او زنداني کړي چې د ثبت په موخه حکومتي اداراتو ته ورغلي ؤ
افغان کډوالو رسنیو ته په استوولو پیغامونو کې ویلي چې ایراني حکومت په وړو نظامي اډو کې زرګونه کسان په ډېر سخت وضعیت کې زنداني کړي دي او د خلاصېدو په بدل کې یې ترې د پیسو غوښتنه کړې ده.
(2022 / 5 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ایراني حکومت هغه کډوال برمته او زنداني کړي چې د ثبت په موخه حکومتي اداراتو ته ورغلي ؤ.
څه موده وړاندې ایران اعلان وکړ، چې د افغان کډوالو د ثبت لړۍ یې پيل کړې، خو اوس راپورونه وایي ایران شاوخوا څلور زره هغه افغان کډوال زنداني کړي چې د ثبت په موخه حکومتي اداراتو ته ورغلي وو.
افغان کډوالو رسنیو ته په استوولو پیغامونو کې ویلي چې ایراني حکومت په وړو نظامي اډو کې زرګونه کسان په ډېر سخت وضعیت کې زنداني کړي دي او د خلاصېدو په بدل کې یې ترې د پیسو غوښتنه کړې ده.
دوی وایي پر ایراني حکومت یې باور وکړ او د ثبت په موخه ورغلل خو ایراني پولیسو نیولي او دمګړی یې د دوی رواني او جسمي شکنجه پیل کړې ده.