د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، چې  د شتمنیو کنګل کېدو ستونزې ډېرې کړې دي 

0
169

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، چې  د شتمنیو کنګل کېدو ستونزې ډېرې کړې دي 

د کار او ټولنيزو چارو وزارت دا څرګندونې د افغانستان پر بيارغونې د امريکا د ځانګړي پلټونکي دفتر د هغې ادعا په غبرګون کې دي چې ويلي يې وو، د ا.ا په واکمنيدو سره افغانستان کې په سلګونو زره کسان وزګار شوي دي.

 

(2022 / 5 /  11   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د کاراو ټولنيزو چارو وزارت وايي، په بهرنيو بانکونو کې د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنيو کنګل کېدل، په هېواد کې د اقتصادي ستونزو، بيوزلۍ او وزګارتيا د زياتوالي سبب شوې دي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت دا څرګندونې د افغانستان پر بيارغونې د امريکا د ځانګړي پلټونکي دفتر د هغې ادعا په غبرګون کې دي چې ويلي يې وو، د ا.ا په واکمنيدو سره افغانستان کې په سلګونو زره کسان وزګار شوي دي.

ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې ا.ا په داسې حال کې د بېوزلۍ او بيکارۍ د کمولو لپاره پر سترو پروژو کار پيل کړی چې په ميلياردونو ډالرو شتمنۍ يې د امريکا له لوري کنګل شوې دي.

خبرپاڼه زياتوي چې د امنيت ټينګښت او د ا.ا اقتصادي پلانونو ته په پام سره به  ډير ژر د هيواد اقتصادي ستونزې هوارې شي.

Leave a reply