د پاکستان پوځ متقاعد جنرالانو د عمران خان وروستیو څرګندونو ته توند غبرګونونه ښودلي 

0
56

د پاکستان پوځ متقاعد جنرالانو د عمران خان وروستیو څرګندونو ته توند غبرګونونه ښودلي 

منظور الهي وويل هغه څوک چې پوځ ته غدار وايي، پخپله غداران دي، هغه د دې وطن دښمنان دي، کرنل محمد شاهد وويل، چې مونږ نن هم د پاک پوځ لپاره هر ډول قربانۍ ورکولو ته تيار يو او د خپل قام سره ولاړ يو.
پاک پوځ زنده باد کرنل ر محی الدین وویل وارث د پاک پوځ دی او کمانډر جنرل قمر جاوید باجوه دی زمونږ لپاره د فخر خبره ده مونږ ورسره ولاړ یو.

 

(2022 / 5 / 10  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

يو عسکر هيڅکله غدار نه وي، متقاعد پوځيان د ځواکونو او مشرتابه په نښه کولو په غوسه دي، متقاعد عسکر د ځواکونو او مشرتابه په نښه کولو په غوسه دي او د پاکستان پر پوځ د عمران خان نيوکو ته يې توند غبرګون ښودلی دی.

د پاکستان د پوځ متقاعد افسران وايي چې هر ډول اختلاف د احترام وړ دی؛ خو پوځ ته بد رد ویل راته د منلو ندي. نوموړیو افسرانو پوځیانو ته پۀ خطاب ویلي: ” ویښ شه عسکره، بیداره شه، پښې مو تڼاکې دي.

ريټايرډ افسران او ځوانان د پوځ او سرلښكر سره ولاړ دي مونږ په پوځ وياړو پاك پوځ به تل پالو، موږ به ملامت نه کړو، آیا دا د میر جعفر او میر صادق لښکر دی؟ د د پوځ او ولس د وېشلو هڅې روانې دي. څوک چې پوځ ته غداران وايي پخپله غداران دي.

بريګيډير ر ظهور وويل سياسي اختلافات د احترام وړ دي خو اوس دا زمونږ کور ته راغلي دي، په ښکاره پوځيان غداران بلل کيږي، مونږ به دا اجازه نه ورکوو.

ضياء رشيد وويل مونږ د پوځ ريټايرډ شوي خلک عمران خان ته څه غواړې؟ د هغو شهیدانو کورنیو ته ووایه چې سرونه یې غوڅ شو او پر سرونو یې فوټبال وشو ، چې دا د میر جعفر میر صادق لښکر دی، داسې نه ده، اوس به کورنۍ جګړه نه وي، د پاکستان ټول تقاعد شوي افسران له خپل مشر سره ولاړ دي.

منظور الهي وويل هغه څوک چې پوځ ته غدار وايي، پخپله غداران دي، هغه د دې وطن دښمنان دي، کرنل محمد شاهد وويل، چې مونږ نن هم د پاک پوځ لپاره هر ډول قربانۍ ورکولو ته تيار يو او د خپل قام سره ولاړ يو.
پاک پوځ زنده باد کرنل ر محی الدین وویل وارث د پاک پوځ دی او کمانډر جنرل قمر جاوید باجوه دی زمونږ لپاره د فخر خبره ده مونږ ورسره ولاړ یو.

د پوځ افسر هر څه کولی شي خو غدار نه شي کېدای.هغه وویل چې سیاستوال دې خپل سیاست وکړي او پاک پوځ دې خپل کار وکړي، سازش مه کوئ، موږ به یې په هیڅ صورت کې ونه زغمو او نه به یې منو.

 

Leave a reply