آیا عمران خان ته پته نشته چې د پاکستان دفاع کولو کې د فوځیانو په سرونو فټ بال شوې دې؟ د پاکستان ریټایرډ فوځیانو دریځ
باغی ټي وي رپورټ
په داسې وخت کې نن سبا د عمران خان او د پي ټي آیی نورو مشرانو څخه په ملکي ادارو او د پاکستان په فوځ سختې نیوکې کیږي کومې چې په عام اولس کې کرکه خپروي د پاکستان ریټایرډ فوځیانو له لوري د عمران خان دې نیوکو ته ځواب ویل شوې دې.
یو ریټایرډ فوځي ضیا وایی چې آیا عمران خان ته پته نشته چې د پاکستان فوځ سرتیرو په سرونو باندې فټ بال لوبه وکړې شو، هغه وایی چې عمران خان د فوځ دا قرباني نه ويني او وایی چې په دې هیواد کې میر جعفر او میر صادق په شان غداران دي.
هغه وایی چې د پاکستان فوځ سرتیرو دې ملک لپاره د مال او سر قرانۍ ورکړي دي.
هغه عمران خان ته په ځواب کې وایی چې آیا ته په دې ملک کې وینه تویدل او کورنې جګړه غواړي؟ هغه زیاتوي چې ددې کار به کله هم اجازه ور نه کړو او مونږ ټول ریټایرډ د پاکستان فوځ اهلکار د پاکستان فوځ سپه سالار سره ترڅنګ ولاړ یو.
لیفټننټ کرنیل ریټایرډ خوشحال په یو ویډیو پیغام کې وایی چې کومې نیوکې چې نن سبا عمران په فوځ کوي نو ددې نیوکو په وجه به ددې ملک او فوځ زیان وشي.
نوموړي عمران خان ته په پښتو ژبه کې یو ځانګړې پیغام ورکوي او وایی چې عمران خان صیب دا ملک زمونږ دې، دې تاسو دې او د ټولو دې او راځي چې ددې هیواد د پرمختګ لپاره یو ځای شو.
په یو ویډیو پیغام کې بریګیډیر ریټایرډ ظهور هم د پي ټي آیی مشر عمران له لوري په پاکستان فوځ د بې ځایه نیوکو په سختو ټکو کې غندنه کړي دې ، هغه وایی چې داسې نیوکې د زِغملو نه دي.