د پنجاب څخه خیبر پښتونخوا ته د وړو لیږلو لړۍ پیل شوې ده

باغی ټي وي رپورټ
په داسې وخت کې چې په ملک کښې د ګرانۍ څخه خلق سر ټکوي د وړو بیعې ډیرې زیاتې لوړې شوي دي او داسې رپورټونه هم په رسنیو کښې نشر شول چې د پنجاب څخه د وړو سپلایی بنده شوې ده .
په رسنیو کې چاپ د یو رپورټ مطابق ، د سرچینو د معلوماتو له مخې، له پنجاب څخه وس د اوړو د سپلایی کولو لړۍ پيل شوې، خو له دې سره سره د اوړو بيه نه ده راټيټه شوې.
د اوړو د پلورونکو اتحاديه وايي، د اوړو د بيعې راټيټولو کښې به وخت ولږي، سرچینې وایی چې بازار ته د اوړو سپلایی پيل شوى ده او چې وړه په مارکیټ کې زیات شي نو بیعې به ی هم راټیټې شي.
د یادونې ده چې په بازار کې د اوړو د یوې کڅوړې بیعه ۱۴۰۰ روپۍ او د ښو سپینو اوړو د یوې کڅوړې بیه ۱۵۰۰ روپۍ ټاکل شوې ده.
عام اولس د مرکزي حکومت او د خیبر پښتونخوا حکومت څخه غوښتنه کوي چې د
وړو بیعې دې راټیټې کړي چې عام غریب اولس سره مرسته وشي او دوی په مناسب قیمت باندې د وړو بوجې واخلي.




