باغي ټي وي رپورټ
د شمالي وزيرستان سوداګرو ټولنې د پوليو کمپاين نه د بايکاټ اعلان کړی دې، سوداګرو او ځایی خلقو دا ګواښ کړی چې ټولې ضلعې ته به د سړکونو بندولو او د بجلۍ سپلائي بندولو ګواښ په دویمه ورځ هم دوام لري.
په میرانشاه کې احتجاج کوونکو سوداګرو د خپلو ستونزو او غوښتنو په اړه ميډيا ته معلومات هم ورکړل.
ميډيا سره خبرو کښي تاجر شيرولي خان اوويل چي د اپريشن دوران يو خوا زمونږ کورونه او کاروبار تباه شوي دي ولي بلخوا ضلعي انتظاميه د منظور شوي امدادي فنډ کښي خنډان را اچوي.
ثناءالله اوويل چې ضلعي انتظاميه د هائي کورټ فيصله نه مني نو هائي کورټ نه د نوټس اخستو غوښتنه کوو، دوی وئيلي دي که چيرته تصديق شوي تاجرانو ته چيکونه جاري نه کړل شي نو سخت احتجاج کولو باندې به لاس پورې کړي.
شمالي وزیرستان کې سوداګرو د پولیو کمپاین څخه بایکاټ اعلان کړې










Leave a Reply