محسن داوړ شازیه مري سره مهمه غونډه کړې

0
173

باغی ټي وي رپورټ
د شمالي وزیرستان څخه ټاکل شوې د قامي اسمبلۍ غړې او د نيشنل ډيموکريټک موومنټ چيئرمېن محسن داوړ نن د بېنظير انکم سپورټ پروګرام چيئرپرسن شازيه مري سره ملاقات کړې دې، په دې لیدنه کښې په یو شمیر مهمو موضوعاتو ټینګار شوې دې.
په ټولنیزو رسنیو د یو بیان مطابق محسن دواوړ وایی چې په دې ملاقات کښې د بېنظیر انکم سپورټ پروګرام نه د شمالی وزیرستان محرومو مستحقو کسانو ګډون په اړه تفصیلی بحث وشو.
نوموړې په بیان کې زیاتوي چې په دې موضوع هم ټینکار وشو چې په یاد پروګرام کښې دې د شمالي وزیرستان څخه کډه کوونکي قبایلي خلق هم په دې پروګرام کې شامل کړې شي.
په دې غونډه کې د بې نظیر انکم سپورټ پروګرام په مرکزونو کې د فنډونو راټولولو کې ستونزې هم په پام کې ونیول شوې.

Leave a reply