په فرح ګوګي لګیدلي تورونو بې بنیاده بلل شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
د فرحت شهزادي عرف فرح ګوګي د مالیې سلاکار اسد رسول پر خپل موکل لګېدلي تورونه ناسم او بې اساسه وبلل.
اسد رسول وکيل په يوه خبري غونډه کې وويل دفرح بي بي ټولي مقدمې دعثمان بزدار تر وزيراعلي کېدو وړاندي دي نو په هغې لګول شوي تورونه بې اساسه او دروغ دي.
اسد رسول وکيل وويل په تېر حکومت کې د فرح بي بي په شتمنۍ کې څلور چنده زياتوالي خبره غلطه ده، د ۲۰۱۸ کال تر ۳۰ جون پورې د هغې اثاثې ۷۰ کروړه روپۍ وې.
هغه وويل، چې که قانوني کومه پوښتنه وي، ځواب به يې ورکړو، د ماليې په اړه به حساب ورکړو خو سياسي ځواب نه شي ورکولاى.





