یو افغانۍ مشر په سایکل حج ته روان شوې دې

0
156

باغی ټي وي رپورټ
د افغانستان یو ډیر عمر والا مشر نور احمد د حج کولو فیصله کړې ده، دې حج لپاره هغه کومه هوایی الوتکه کې سفر نه کوي بلکه د حج د وخت څخه دوه میاشتې وړاندې ی په سایکل باندې سفر پیل کړې دي.
د میډیا رپورټ مطابق نوراحمد د افغانستان څخه ایران ته رسیدلې دې او هلته نه به د سعودي عرب په لور خپل سفر ته دوام ورکړي.

نوراحمد رسنیو ته ویلي دي چې ما په خپله د سفر پریکړه کړې او د الله تعالی په حکم عمل کوم.د نور احمد په وينا، هغه پلان لري چې ايران او عراق ته د ويزې د ترلاسه کولو لپاره سفر وکړي.
نور احمد ته د افغان حکومت له خوا د هغه د حج سره د مینې لپاره د ټکټ وړاندیز شوی وو خو نور احمد دا وړاندیز رد کړې وو او افغان حکومتي چارواکو ته ی ویلي وو چې زه غواړم په بایسکل باندې سعودي عرب ته سفر وکړم او حج وکړم.
د یادونې ده چې په ۲۰۱۶ کال کې ۲۴ کلن ځوان روسی بایسکل ځغلونکی بولات نصیب عبدالله د روژې په لومړۍ ورځ خپل سفر پیل کړ او شاوخوا ۶۶۰۰ کیلومتره سفر ی وکړو.

Leave a reply