د پنجاب ګورنر لرې کول، عمران خان غبرګون مخې ته راغلې

0
110

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي ائي چئیرمین عمران خان د پنجاب د ګورنر د لرې کولو په غبرګون کې ویلي دي چې ستره محکمه باید د حالاتو نازکوالي ته په کتو دا مسله پخپله وڅیړي.

په یوه بیان کې عمران خان ویلي چې وارد شوي ګوډاګیان په پنجاب کې د اساسي قانون ګډوډۍ ته لمن وهي.
ده ووئيل د ټولو آئيني تقاضو په نظر كې نيولو سره د اولس مشر د دفتر توهين شوې دې او د آئين تحفظ لپاره په شرمناکه توګه د پنجاب ګورنر د لرې كولو هڅه شوې۔

د پي ټي آئي چيئرمېن ووئيل دا ضروري ده چې سپريم كورټ د حالاتو نازکوالي ته په پام سره دا مسئله پخپله وڅېړي۔

Leave a reply