یوه ډله وایی چې آزاده عدلیه باید وي، بله ډله وایی چې عدلیه باید د آیین تابع وي: د پاکستان سپریم کورټ

0
165

باغی ټي وي رپورټ
سپريم کورټ کې د صدارتي ريفرنس اورېدنه کې جسټس جمال مندوخېل ريمارکس ورکړی چې يوه ډله وايي چې خپلواکه عدليه پکار ده، بل وايي عدليه دې د اساسي قانون تابع وي، پارلمان، ایګزیکټیو او عدليه دې د اساسي قانون تابع وي.د پاکستان د چيف جسټس په مشرۍ کې پنځه کسيز لوى بينچ د آرټيکل 63A تشریح لپاره د دائر صدارتي ريفرنس اورېدنه وکړه چې پکې د پي ټي ائي لخوا بابر اعوان دلائل وړاندې کړل.

بابر اعوان دلیلونه وړاندې کړل او ویې ویل څوک چې یوټیلټي بلونه نه ورکوي هغه هم د غړیتوب حق نه لري.په دې اړه جسټس جمال مندوخېل وويل که کوم کانديد تر راتلونکو ټاکنو وړاندې بل ورکوي، نو بيا به هم نااهله کېږي؟

Leave a reply