امریکا وايي، تمه ده چې اوپايي ټولنه زموږ پیغام ایران ته ورسوي
پرایس دا نه ده واضح کړې چې د امریکا پیغام څه شی دی، خو وایي چې د دوی هدف دا دی څو د مذاکراتو پروسه چټکه شي. په وروستیو کې یو ځل بیا د ایران او امریکا ترمنځ مذاکرات په ټپه ولاړ دي، خو امریکا وایي هڅه کوي مذاکرات یوې پایلې ته ورسېږي څو رامنځ ته شوی کړکېچ ختم شي.
(2022 / 5 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا وایي تمه لري چې له ایران سره اټومي مذاکرات چټک شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، دوی ایران ته د اروپايي ټولنې د استازي سفر ته په ښه سترګه ګوري او تمه ده چې د امریکا پیغام ایران ته ورسوي.
پرایس دا نه ده واضح کړې چې د امریکا پیغام څه شی دی، خو وایي چې د دوی هدف دا دی څو د مذاکراتو پروسه چټکه شي.
په وروستیو کې یو ځل بیا د ایران او امریکا ترمنځ مذاکرات په ټپه ولاړ دي، خو امریکا وایي هڅه کوي مذاکرات یوې پایلې ته ورسېږي څو رامنځ ته شوی کړکېچ ختم شي.










Leave a Reply