د اوکراین جګړې افغانستان کې پر روان وضعیت منفي اغېز کړی دی

0
100

د اوکراین جګړې افغانستان کې پر روان وضعیت منفي اغېز کړی دی

سرچینه دغه راز وایي چې د نوي حکومت په راتګ سره په افغانستان کې زرګونه کسان بېکاره شوي دي، یا په لږو پیسو ډېر کار کوي، خو برعکس د خوړو بیه کې لوړوالی راغلی دی. سرچینه کاږي چې د خوراکي توکو په بیه کې له دېرش تر څلوېښت سلنې ډېروالی راغلی دی چې دې مسئلې افغان کورنۍ له ستونزو سره مخ کړې دي.

 

(2022 / 5 / 10  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اوکراین جګړې افغانستان کې پر روان وضعیت منفي اغېز کړی دی. د امریکا ملي رادیو له یو شمېر کارپوهانو سره په افغانستان کې پر روان اقتصادي وضعیت خبرې کړې دي.

سرچینې ته کارپوهانو ویلي په اوکراین کې له جګړې سره په نړیوالو بازارونو کې د غلو دانې بیه لوړه شوې ده چې دې مسئلې پر افغانستان هم ناوړه اغېز کړی دی.

سرچینه دغه راز وایي چې د نوي حکومت په راتګ سره په افغانستان کې زرګونه کسان بېکاره شوي دي، یا په لږو پیسو ډېر کار کوي، خو برعکس د خوړو بیه کې لوړوالی راغلی دی. سرچینه کاږي چې د خوراکي توکو په بیه کې له دېرش تر څلوېښت سلنې ډېروالی راغلی دی چې دې مسئلې افغان کورنۍ له ستونزو سره مخ کړې دي.

کارپوهانو ویلي چې په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو د حل لپاره د اساسي حللارې لټول په کار دي او له دغه هېواد سره باید تعامل ادامه ولري.

Leave a reply