م،م وايي شاوخوا شب میلیونه افغانان لۀ لوږې سره مخ دي
ګد خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کړی چې باید له اړمنو کسانو سره پر وخت مرستې وشي او د یوه ستر بشري ناورین مخنیوی دې وشي. د خوړو نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې په افغانستان کې ۲۰ زره داسې کسان دي چې د لوږې له امله یې ژوند له خطر سره مخ دی او دا شمېره ورځ تر بلې مخ په لوړېدو ده.
(2022 / 5 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې شاوخوا شل میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د کرنې او خوړو له ادارې سره په ګډ خپاره کړي راپور کې ویلي چې افغانستان کې د لوږې کچه ورځ په ورځ د لوړېدو په حال کې ده او کچه یې یوې بشري فاجعې ته رسېږي. په راپور کې راځي چې ۱۹،۷ میلیونه افغانان دمګړی له سختې لوږې او د خوړو له کمښت سره مخ دي.
سرچینه کاږي چې دغه کسان تر ډېره د هېواد په شمال ختیځو سیمو کې دي.

Leave a Reply