شریف خاندان ټول دروغجن دي: عمران خان

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي چيرمين عمران خان وئيلي دي چي ټول شريف خاندان دروغجن دې. عمران خان ویلي دي چې نواز شريف او شهباز شريف ددي ملک حقيقي مير جعفر او مير صادق دي، دوي ته شرم پکار دي چي د مدينې منورې په پيښه کښي ی زمونږ خلاف ايف آئي آر درج کړي۔
اسلام اباد کې کارکنانو ته په وینا کښې عمران خان وويل سبا به قومي اسمبلۍ کې د شهباز شريف وينا ته ځواب ورکوي، تاسو له امريکا سره سازش وکړ او يو حکومت مو ړنګ کړ، هند خوشاله دی، عمران خان اوویل چې انډر سيکرټري ډونلډ لو زمونږ د وزيراعظم د لرې کولو امر کوي، هغه وایی چې مونږ د ټښو پیپرپه توګه کارول شوي یو.
عمران خان وویل چې زه دا ټولې خبرې مخکې له مخکې وایم، د دې ولس پر سر غرور، بزدل، کرپټ او بزدل خلق د حکومت کولو لپاره ټاکل شوي دي.
خان اوویل چې دا راته ووایه چې د کوم هېواد لومړی وزیر د لندن په تر ټولو ګرانه سیمه کې اوسېږي؟ هغه اوویل چې دوی په حقیقف کې امير جعفر او مير صادق دي، اول يې له مشرف څخه NRO واخيسته او دا وطن يې دې حالت ته راوستلو.
د پي ټي آئي چيئرمېن ووئيل چې پي ټي آئي ته په ډیر سخت وخت کې حكومت په لاس راغلې وو، د 20 اربو روپو خارجي خساره مونږ ته پریښودل شوې وه ، مونږ تر ټولو زيات ډالر راوړل، برآمدات زيات شول، هېواد كښې د پنځو لويو فصلونو ريكارډ زیاتیدو سره بېروزګاري كمه شوه، ټوله نړۍ د کورونا له امله اغیزمنه شوې وه خو مونږ اقتصاد او خلق له کورونا څخه وژغورل.






