د قومي اسمبلۍ په غونډه کې په پاکستان فوځ د عمران خان نیوکو غندنه شوې ده

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن له لوري د پاکستان په فوځ بې ځایه او بې بنیاده نیوکو او بيانونو او تورونو غندنه شوې ده.
په قومي اسمبلۍ هم ددې عمران خان د پاکستان په فوځ د بې بنیاده نیوکو په ضد یو قرارداد هم پاس کړې شوې دې.
قرارداد کښې وئيلي شوي چې ايوان د پي ټي آئي چيئرمېن او د پخواني وزيراعظم عمران خان د هغه بيان په کلکه غندنه کوي چې پکشې هغه تاريخي حقائق تحريف کړي او د پاکستان په پوځ يې بې ځایه او بې بنیاده تورونه لګولي دي.
قرارداد کې زیاته شوې چې عمران خان هڅه کړې چې دا تاثر ورکړې چې د پاکستان فوځ د پاکستان په ضد سازش کړی دی.په قرارداد کښې ويل شوي دې چې د پاکستان فوځ پرته له وېرې او خطره د پاکستان د سرحدونو دفاع کوي او د هېواد د دفاع لپاره ډېرې قربانۍ ورکوي او ورکړې ی دي. په قرارداد کې زیاته شوې چې د پاکستان امنیتي ځواکونو هم د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کوي او تور لګول د ملي ګټو خلاف کار دی.





