د پنجاب ګورنر د څوکۍ څخه لرې کړې شو

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د پنجاب صوبې ګورنر عمر سرفراز چیمه له دندې څخه لرې کړی شوی دی.
دسرچينو ترمخه دکابينې سينئر جوائنټ سيکرټري تيمور تاجمل لخوا لاسليک شوي نوټيفيکيشن کې وئيل شوي دي چې دپنجاب ګورنر دوزيراعظم شهباز شریف په مشوره لرې کړل شوى دى.
د پنجاب د حکومتي سرچینو په وینا د پنجاب د ګورنر له لرې کولو وروسته د هغه څځه سیکوریټي بیرته واپس اختسل شوې ده. دپوليسو سرچينې وائي عمر سرفراز چيمه ته به ګورنر هاوس ته دننوتلو اجازه نۀ ورکول کيږي.
ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې ولسمشر ډاکټر عارف علوي د پنجاب ګورنر عمر سرفراز چيمه د لرې کولو په اړه د وزيراعظم مشوره رد کړې وه.






