عمران خان ملکي ادارې بدناموي، دا د ملک په ضد یو لوی سازش دې: وزیراعظم شهباز شریف

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې عمران خان د نواب سراج الدوله د کمانډر ان چيف په اړه خبرې کولو سره نېغ په نېغه د پاکستان ملکي ادارې په نښه کړي دي.
د قومي اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې وزيراعظم شهباز شريف د ايبټ اباد غونډې ته د پي ټي ائي چئیرمين عمران خان وينا ته په اشارې سره وويل د سراج الدوله او ميرجعفر په نوم د ده لخوا ورکړل شوې مثال څخه بل کوم غلط حرکت نۀ شي کيدى. وزیراعظم اوویل چې د سراج الدوله جنرالان میر صادق او میر جعفر غداران شول، هغه زیاته کړه چې د ادارو په ضد خلق راپارول او سازشي بیانونه کول ددې ملک په ضد یوه دسییسه او سازش دې.
وزيراعظم شهبازشريف اوویل چې ملت تقسیم شوي دې او په عام اولس کې د د ملکی ادارې په ضد نفرت ،کرکه خپره شوې ده . وزیراعظم شهباز شریف اوویل چې هغه څه چې عمران خان پرون وويل هغه ډير خطرناک دي، پاکستان ته دامريکا ګواښونو تاريخ ډير زوړ دى،وزیراعظم زیاته کړه چې په دې کښې د سازش عنصر له کومه راغلى؟ شهبازشريف اوویل چې که چرې دقانون او آئين په ذريعه ددوي مخه و نه نيول شوه نو دغه هيواد به دليبيا او شام په شان جوړ شي او دلته ته کورنۍ جګړې پیل شي.





