د عمران خان په دور حکومت کې پي ټي وي سپورټس قراردادونو کې لوی کرپشن شوې دې

باغی ټي وي رپورټ
څرګنده شوې ده چې د پي ټي وي سپورټس په قراردادونو کښې د اربونو روپو منصوبې خپل د خوښې کمپنیو ته ورکړې شوې ده.
د جیو نیوز رپورټ مطابق ډيپارټمنټ فېکټ فائنډنګ رپورټ ترمخه د خپلې خوښې دې کمپنيو ته د قانون او اصولو په ضد قراردادونه ورکړل شوي دي او اربونه روپۍ کرپشن شوې دې.
په رپورټ کښې زیاتوي چې ددې قراردادونه اخستونکي کمپنیو ټېکسونه هم معاف کړل شوي او قامي خزانې او پي ټي وي ته د اربونو روپو نقصان رسېدلی دی.
د پلټنو رپورټ ترمخه غيرقانوني کارونه د پخواني وزيراعظم عمران خان په امر ترسره شوي وو، د پي ټي وي سپورټس لپاره د قراردادونو ورکولو په وخت د اطلاعاتو وزير فواد چوهدري هم موجود وو.
دسرچينو له مخې د اربونو روپو نقصان او د قواعدو خلاف ورزي په اړه د قانوني ګام پورته کولو فيصله شوې ده.سرچينې زياته کړې چې د پي ايس ايل ٧، ٨ او ورلډکپ قراردادونو کې مالي او قانوني سرغړونې شوي، د پاپرا قواعدو سرغړونه، د پي ټي وي بورډ قواعدو او مقرراتو سرغړونه شوې، د قراردادونو د داوطلبۍ پروسه نيمګړې او غیر شفافه وه.



