د عمران خان له لوري ملکی ادارې او فوځ بدنامول، آصف زرداري ی غندنه کړې

0
190

باغی ټي وي رپورټ
پخواني صدر اصف علي زرداري د پي ټي آئي چيرمين عمران خان لخوا د قامي ادارو په ضد د کمپاين سخته غندنه کړې ده۔

په یوه بیان کې اصف علي زرداري ویلي، چې عمران خان له واکه تر ګوښه کېدو وروسته خپل ذهني توازن له لاسه ورکړی دی.ده ووئيل چې عمران اوس په ملي ادارو حملې كوي، هغه اوویل چې ددې تورونو تر شا د کرپشن د مقدمو او د بهرنۍ فنډنګ د مقدمې وېره ده، عمران خان هڅه كوي چې د سزا نه بچ كولو لپاره ملي ادارې بدنامه او متنازعه كړي۔
پخواني ولسمشر اوویل چې د عمران خان د واک په لالچ کې دا تګلاره د هېواد د جلا کولو او جدا کولو یوه دسیسه ښکاري. پخواني صدر پاکستان زیاته کړه چې په غلطو سازشي بیانونو سره د خلقو د احساساتو د پارولو هڅې د غندنې وړ دي.ده دا هم وويل چې به کله هم و نه زغمل شي چې عمران خان له لوري د خپلې څوکۍ لپاره پاکستان او ددې هیواد ملي ادارو ته هم زيان ورسي. اصف زرداري وويل چې پاک پوځ د پاکستان د سرحدونو ساتونکى دى، د آئين او جمهوريت ساتنه هم د پاک پوځ ذمه واري ده. هغه اوویل چې فوځ سیاست ته راښکل ملکي ادارې او فوځ بدنامول دي.

Leave a reply