د آیین تحفظ کولې شو او کوو به ی:د پاکستان چیف جسټس

0
185

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان چيف جسټس جسټس عمر عطا بنديال وئيلي دي چې د آئين تحفظ زمونږ فرض دے مونږ د آئين تشریح کولے شو او دا به کوو هم ۔

د پاکستان د چيف جسټس په مشرۍ کې پنځه کسيز لوى بينچ په سپريم کورټ کې د آرټيکل 63A تشریح لپاره د صدارتي ريفرنس اورېدنه وکړه.

د اوريدنې په مهال چيف جسټس عمر عطا بنديال ريمارکس کې وئيلي دي چې يوه خبره بايد واضحه وي چې د از خود نوټس اخستلو اختيار په خپله خوښه نه استعماليږي، په ججانو مشتمل بينچ چيف جسټس ته درخواست ورکوي او پخپله نوټس اخستل کيږي.
جسټس عمر عطا بندیال په خپلو ریمارکس کې زیاته کړه چې د ډپټي سپیکر رولنګ په اړه 12 ججانو دا ویلي وو چې دا یوه آئیني مسله ده او له هغه وخت راهیسې یې ددې ستونزې از خود نوټس واخستو، چیف جسټس اوویل چې د د نیوکې باوجود به د هر چا خبره په مسکا اوري.د پي ټي ائي وکيل بابر اعوان وويل چې د سپريم کورټ کې ډیر ادب او احترام دې ، ددې په ځواب کې جسټس جمال مندوخېل وويل ستاسو د ادب د خبرې ستاينه کوو خو کاش چې دا ادب مو عام اولس ته هم ښودلې وې، اعوان ددې په ځواب کې وويل چې ددې لپاره د اطلاعاتو وزارت کار کوي.
جسټس جمال مندوخېل وويل، خلقو ته دې هم خبر ورکړل شي چې عدالت د شپې هم پرانېستل کېږي، د بلوچستان هايي کورټ هم د شپې پر يوولس نيمو بجو پرانيستل شو.
چيف جسټس ريمارکس ورکړو چې هر څومره نیوکې چې کوي د آئين دفاع به جاري ساتي، که چرې د خپل پارټۍ په ضد روان وي نو استعفي دې ورکړي، هغه زیاته کړه چې مونږ د راتلونکو نسلونو لپاره د آرټيکل 63 اے تشریح کوو.

Leave a reply