د سردار محمد داود خان روغتون: تېرو دوو ورځو کې هېڅ کوم ټپي سرتېری ورته ندی راوړل شوی

0
92

 د سردار محمدداود خان روغتون: تېرو دوو ورځو ورته هېڅ کوم سرتېری ندی راوړل شوی

د شهید سردار محمد داود خان روغتون ویلي چې پۀ افغانستان کې د جنګونو لۀ ختمېدو سره دوی ته هېڅ کوم ټپي سرتېری ندی راول شوی.

 

لۀ تېرو درې ورځو را پۀ دې خوا چې د افغانستان حکومت د طالبانو لاس ته لوېدلی، پۀ ټول افغانستان کې جګړه نده شوې، نن سهار د شهید سردار محمد داود خان روغتون مسؤلینو وویل چې لۀ تېرو درې ورځو را پۀ دې خوا دوی ته د جنګ لۀ ډګره هېڅ سرباز پۀ ټپي حالت کې ندی وروړل شوی.

یاده دې وي چې د یکشنبې ورځ د کابل پۀ ګډون ډېری ولایتونه پرته لۀ جګړې ترلاسه کړل.

Leave a reply