ا.ا: د افغانستان د روان وضعیت په اړه ډېر ژر یوه ستره غونډه جوړېږي

ا.ا: د افغانستان د روان وضعیت په اړه ډېر ژر یوه ستره غونډه جوړېږي
نوموړي ویلي چې په دې غونډه کې به د افغانستان پر شته ستونزو او حللارو خبرې کېږي. هغه وایي د غونډې د جوړېدو کره نېټه نه شي په ګوته کولی، خو ټاکل شوې چې ډېره ژر جوړه شي او په هغه کې د افغانستان له ګوټ ګوټ د ټولو قومونو استازي ګډون ولري.
(2022/ 5 / 9 نېټه باغی ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان د روان وضعیت په اړه ډېر ژر یوه ستره غونډه جوړېږي. د افغانستان د ا.ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په تازه څرګندونو کې ویلي، ټاکل شوې چې د افغانستان د سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت د څرنګوالي په اړه ډېر ژر د هېواد په کچه ستره غونډه راوبلل شي.
نوموړي ویلي چې په دې غونډه کې به د افغانستان پر شته ستونزو او حللارو خبرې کېږي.
هغه وایي د غونډې د جوړېدو کره نېټه نه شي په ګوته کولی، خو ټاکل شوې چې ډېره ژر جوړه شي او په هغه کې د افغانستان له ګوټ ګوټ د ټولو قومونو استازي ګډون ولري.
د نوي حکومت یوه بل غړي انس حقاني هم په خپلو خبرو کې ویلي چې د ستونزو حل د حکومت د مشرتابه پالیسي ده او دی تمه لري چې دغه ډول غونډې مثبتې پایلې ولري.






