د اوبو لۀ ډېرېدو سره سم د سلما بند درې غیر فعال ټوربینونه فعال شوي 

0
248

د اوبو لۀ ډېرېدو سره سم د سلما بند درې غیر فعال ټوربینونه فعال شوي 

د يادونې وړ ده چې د تېرو دوو کلونو وچکاليو له کبله په سلما بند کې د برېښنا د توليد کچه د پام وړ راکمه شوی وه او د دغه ولايت د اړتيا لویه برخه د ترکمنستان او ايران له وارداتي برېښنا پوره کېده.

 

(2022 / 5 / 9  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

هرات کې ځايي چارواکي وايي چې د وروستيو اورښتونو له کبله د دغه ولايت په چشت ولسوالۍ کې د سلما بند کاسه ډکه شوې چې له کبله يې د دغه بند درې غير فعال توربينونه بيا فعال شوي دي.

ويل کيږي چې د سلما بند د يادو توربينونو په فعاليدو سره ۴۰ ميګاواټه اضافي برېښنا د هرات شبکې ته داخله شوې ده.

د يادونې وړ ده چې د تېرو دوو کلونو وچکاليو له کبله په سلما بند کې د برېښنا د توليد کچه د پام وړ راکمه شوی وه او د دغه ولايت د اړتيا لویه برخه د ترکمنستان او ايران له وارداتي برېښنا پوره کېده.

Leave a reply