دوی وایی چې لانګ مارچ به خونړې وي، که دا خونړې وي نو دا به ودرول شي: مریم اورنګزیب
باغی ټي وي رپورټ
د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د پي ټي آئي چيئرمېن ته په ځواب کښې ویلي دي چې که دروغجن، سوالګر، سازشي دې نو هغه خو عمران خان دې.
وفاقي وزیرې ویلي تاسو وايئ لانګ مارچ به خونړي مارچ وي،هغې زیاته کړه چې که خونړي مارچ وي نو هغه به ودرول شي او قانوني کاروایی به وشي.
لاهور کښې ميډيا سره خبرو کښې مريم اورنګزېب وويل تاسو وايئ چې لانګ مارچ به خونړی مارچ وي، که خونړي مارچ وي نو هغه به ودرول شي، هغې اوویل چې عمران خان څلور کاله وزيراعظم وو نو حساب يې ولې و نه کړو او چې چا کرپش کړې وو نو د دوی په ضد ی کاروایی ولې و نه کړه.
مریم اورنګزیب اوویل چې نا اهله، فاسد پخوانۍ لومړی وزیر د عدم اعتماد د تحریک له لارې له واکه لرې کړې شو. د اطلاعاتو وفاقي وزير وويل داسې وزيراعظم له واکه لرې کړل شو چې هغه د اوړو او بورې په سکينډل او کرپشن کې لاس لرلو، عمران خان دوای ، اوړه، بوره، غوړي، بجلۍ او ګاز غلا کړې دې ، شهباز شريف د عمران خان په شان سوالګر جوړ نه شو، هغې زیاته کړه چې وزیراعظم شهباز شریف دوست هیوادونو ته د پرمختګ لپاره لاړو.
هغې زیاته کړه، څلور کاله د اپوزیشن او رسنیو ژبه چوپه وساتل شوه ، هغۍ زیاته کړه چې که نیوکه او تنقید د خیر لپاره وي نو مونږ تل منلې او قدر مو کړې . هغې اوویل چې کله چې د عمران خان په دور کې خبریال وځورول شول نو مونږ یې تر څنګ ولاړ وو.