عمران خان په ملک کې د عراق او لیبیا په شان جګړه جوړول غواړي: وزیراعظم شهباز شریف

0
104

باغی ټي وي رپورټ
لومړي وزیر شهباز شریف پرون په ایبټ اباد کې د عمران خان وینا د پاکستان پر ضد یوه دسیسه وبلله.

په يو بيان کې وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې په حقيقت کې د پاکستان د ملي ادارو په ضد سازشونه کولو والا مير جعفر او مير صادق دي.
وزيراعظم شهبازشريف اوویل چې عمران نيازي سياست نه بلکه د ملک په ضد سازش کوي، هغه اوویل چې دا د پاکستان په ضد سازش دی چې عمران د ملکي ادارو په ضد ویناوې کوي، پاکستان د يو کس په انا، غرور او دروغ نه شي قربان کيدلی، لومړی عمران نيازي د پاکستان د اقتصاد د ډوبولو سازش وکړږ، اوس د جګړه جوړولو کوشش کوي.
شهبازشريف اوویل چې عمران نيازي په ملک کې دجګړې دپيل کولو سازشونه کوي، عمران نيازي د نن ورځې مير جعفر او مير صادق دى چې غواړي پاکستان ليبيا او عراق جوړ کړي، هغه اوویل چې څنګه چې میر صادق سره صادق ټکې دې هم دغه شان عمران نيازي ته هم د رسمي صداقت سند ورکړې شوې وو.
وزیراعظم شهباز شریف اوویل چې د پاکستان ٢٢ کروړه ولس، اساسي قانون او ملي ادارې د يو کس غلام نه دي، هغه زیاته کړه چې عمران نيازي غواړي چې خلق خپل غلامان جوړ کړي، وې ویل چې مونږ به کله هم اجازه ور نه کړو چې عمران خان د پاکستان هټلر جوړ شي.

Leave a reply