د پاکستان د فوځ ویاند مهم مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کړې
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (آی ایس پي آر) ویلي دي چې د پاکستان فوځ په اړه د ملکي سیاست ته راښکلو لپاره هڅې روانې دي.
د آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي يو بيان کښې وئيلي شوي دي چې د پاکستان پوځ او قيادت په سياسي چارو کښې په قصدي توګه د راښکته کولو کوششونه کیږي چې پکښې ځينې سياسي شخصيتونه، ځينې خبريالان او شنونکي په سوشل ميډيا بوخت دې او دا هڅې کوي چې د فوځ په اړه داسې خبرې وکړي چې دا په سیاست کې ګوتې وهي.
آئي ايس پي آر وئيلي دي چي د حقيقت په ضد د سپکاوي او اشتعال انګیز بيانونه ډير زيانمن دي، د ملک په ګټه کښي بايد وسله وال ځواکونه د داسي غيرقانوني او غير اخلاقي کارونو او بدنامولو څخه باید ځان وساتل شي۔
آئي ايس پي آر وئيلي دي چي د هر چا نه دا توقع ده چي د قانون مطابق عمل وکړي او د پاکستان فوځ د سياسي خبرو او سیاست څخه لرې وساتل شي او بې بنیاده او جعلي خبرونو په ذریعه بدنامه نه کړې شي.