ا.ا افغانستان کې د مقاومت جبهې شتون رد کړی

ا.ا افغانستان کې د مقاومت جبهې شتون رد کړی
سمنګاني پرون پر خپل ټویټر د پېغور په بڼه لیکلي، که داسې وي، په بهر کې مېشت افغانان دې خپلې پناهغوښتنې لغوه کړي، افغانستان ته دې راشي او مقاومت دې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د مقاومت ملي جبهې په پنجشیر او تخار کې له طالبانو څخه د ځینو سیمو د نیولو ادعا کړې.
(2022 / 5 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
- بشپړ راپور
د طالبانو سرپرست حکومت وايي، چې په افغانستان کې د «مقاومت» په نامه هېڅ کومه وسلهواله ډله نشته.
د طالبانو یو ویاند «ذبیح الله مجاهد» تېره شپه رسنیو ته ویلي، چې ځواکونه یې د افغانستان په ټولو سیمو حاکمیت لري او په عملي میدان کې د دوی پر ضد کومه وسلهوال حرکت نه لیدل کېږي.
د مجاهد په خبره، دا وسلهوالې ډلې یوازې پر ټولنیزو رسنیو فعالیت کوي، خو د دوی د حکومت پر وړاندې د جګړې په ډګر کې یې شتون نه لیدل کېږي.
بلخوا د طالبانو یو بل مرستیال ویاند «انعام الله سمنګاني» هم ویلي، چې بهرنیو هېوادونو ته تللي افغان دې په ټولنیزو رسنیو کې افغانان جګړې ته نه هڅوي.