هلمند کې د شخصي ستونزو پر اساس د جګړې لۀ امله دوه کسان وژل شوي 

0
227

 هلمند کې د شخصي ستونزو پر اساس د جګړې لۀ امله دوه کسان وژل شوي 

په همدې حال کې د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس زیاتوي چې د دغه ولایت د ناوې ولسوالي په ناکیلو سیمه کې د دوو ورونو ترمنځ د شخړې له امله یو کس ټپي شوی و چې وروسته یې بیا په روغتون کې ساه ورکړې ده.

(2022 / 5 / 8  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په هلمند ولایت کې مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مارجې، نادعلي او باباجي ولسوالیو کې د ولسي شخړو له امله دوه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مطبوعاتو امر محمد قاسم ریاض وايي چې پرون د مارجې ولسوالي د دښت په حوزه کې د ځايي خلکو ترمنځ د ځمکې پر سر د  رامنځته شوې شخړې له امله دوه کسان ټپیان شوي چې یوه یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د نوموړي په وینا، د باباجي ولسوالي په لوی مانده سیمه کې بیا د کليوالو ترمنځ په نښته کې یو کس ټپي شوی دی.

په همدې حال کې د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس زیاتوي چې د دغه ولایت د ناوې ولسوالي په ناکیلو سیمه کې د دوو ورونو ترمنځ د شخړې له امله یو کس ټپي شوی و چې وروسته یې بیا په روغتون کې ساه ورکړې ده.

نوموړي همداراز وویل چې په باباجي او نادعلي ولسوالیو کې هم د ځايي ولسي خلکو ترمنځ شخړې شوي چې له امله یې پنځه کسان ټپیان شوي دي. د هغه په وینا، د یادې پېښې په تړاو یې درې کسان هم نیولي دي.

دا په داسې مهال ده چې دوه ورځې وړاندې هم په دغه ولایت کې د شخصي شخړو له امله یوشمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

Leave a reply