نیمروز کې ټرافیکي پېښې دوه کسان ټپیان کړي

نیمروز کې ټرافیکي پېښې دوه کسان ټپیان کړي
د حقمل په وینا، یاده پېښه د موټر چلوونکي د بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
دا په داسې مهال ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوي چې پرمهال یې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله هم اوښتې ده.
(2022 / 5 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په نیمروز ولایت کې د ټرافیکي پېښې پرمهال د یوې ښځې په ګډون دوه کسان ټپیان شوي دي.
د نیمروز د امنیې قومندان د مطبوعاتو مسوول بهرام حقمل رسنیو ته ویلي چې نن سهار د نیمروز- دلارام پر لویه لاره د «پوسته انتنها» سیمه کې یو فیلډر ډوله موټر له سړک څخه اوښتی چې په پایله کې یې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان ټپیان شوي.