يوناما د ښځو د حجاب په اړه اندیښنه څرګنده کړې

یوناما زياته کړې، چې دوی به سمدلاسه له واکمنو چارواکو سره د ناستو غوښتنه وکړي ترڅو د دغې پریکړې د دريځ په اړه نوره روښانتيا ترلاسه کړي.
یوناما د نړیوالې ټولنې له غړو سره به هم د دې پریکړې د اغیزو په اړه سلا مشورې وکړي.
(2022 / 5 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما د ښځو د حجاب په اړه د اسلامي امارت پر پرېکړې ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده.
يوناما د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې ویلي، چې دا پرېکړه ښایي له نړیوالې ټولنې سره د ا.ا اړیکې نورې هم ترینګلې کړي.