اروپايي ټولنې د ایران او امریکا تر منځ منځګړیتوب ته چمتووالی ښودلی
اروپايي ټولنې د ایران او امریکا تر منځ منځګړیتوب ته چمتووالی ښودلی
په وروستیو کې د امریکا حکومت غواړي چې له ایران سره اټومي تړون بېرته راوګرځوي، خو ایران داسې شرطونه وړاندې کوي چې امریکا یې منل ناشوني بولي، همدې مسئلې اټومي مذاکرات له خنډونو سره مخ کړي دي.
(2022 / 5 / 8 نېټه باغي ټلویزیوین)
بشپړ راپور
د امریکا او ایران اټومي مذاکرات له خنډ سره مخ شوي دي. اروپايي ټولنه وایي دوی هڅه کوي دغه مذاکرات یوې پایلې ته ورسېږي.
د اروپايي ټولنې یو لوړپوړی ديپلوماتیک پلاوی روانه اونۍ ایران ته ځي څو ددغه هېواد له چارواکو سره د اټومي مذاکراتو پر دوام او په دې برخه کې د شته خنډونو د له منځه وړلو په اړه خبرې وکړي.
اروپايي ټولنه تمه لري چې وکړی شي د ایران او امریکا ترمنځ ښه منځګړیتوب وکړي.
په وروستیو کې د امریکا حکومت غواړي چې له ایران سره اټومي تړون بېرته راوګرځوي، خو ایران داسې شرطونه وړاندې کوي چې امریکا یې منل ناشوني بولي، همدې مسئلې اټومي مذاکرات له خنډونو سره مخ کړي دي.