افغانستان؛ د نغدو پیسو کموالي مالي بحران پراخ کړی 

0
115

افغانستان؛ د نغدو پیسو کموالي مالي بحران پراخ کړی

سرچینه کاږي چې له افغانستان سره د مالي مرستو کمېدل، ددغه هېواد د پیسو کنګل کول او ورته نور عوامل ددې سبب شوي چې په افغانستان کې د نقدو پیسو د کمښت مسئله رامنځ ته شي چې له امله یې د زرګونه دولتي کارکوونکو، ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو معاشونه ځنډېدلي او ګډوډي پکې راغلې ده.افغانستان؛ د نغدو پیسو کموالي مالي بحران پراخ کړی

 

(2022 / 5 / 8   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

په افغانستان کې د نقدو پیسو نشتوالي پراخې ستونزې رامنځ ته کړې دي.

د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار په تازه څرګندونو کې ویلي چې د نقدو پیسو نشتون په افغانستان کې یو بحران دی او پراخې مالي ستونزې یې رامنځ ته کړې دي.

سرچینه کاږي چې له افغانستان سره د مالي مرستو کمېدل، ددغه هېواد د پیسو کنګل کول او ورته نور عوامل ددې سبب شوي چې په افغانستان کې د نقدو پیسو د کمښت مسئله رامنځ ته شي چې له امله یې د زرګونه دولتي کارکوونکو، ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو معاشونه ځنډېدلي او ګډوډي پکې راغلې ده.

سرچینه همدا راز وایي چې دې ستونزې د نړیوالو مرستندویه موسسو او بنسټونو چارې هم له خنډ او ځنډ سره مخ کړې دي.

Leave a reply