د افغانستان وروستی وضعت؛ هند او ایټالیا یې پۀ اړه خبرې کړې دي 

0
137

د افغانستان وروستی وضعت؛ هند او ایټالیا یې پۀ اړه خبرې کړې دي 

ایټالیايي لوري هم ویلي چې دوی له نړیوالې ټولنې سره په ګډه کار کوي څو په افغانستان کې د روان بشري ناورین د لا پراختیا په برخه کې اغېزناک ګامونه اوچت شي. دواړو لورو ټینګار کړی چې د افغانستان په اړه به ګډ کار او د نظرونو شریکولو ته ادامه ورکوي.

(2022 / 5 / 8  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

هند او ایټالیا د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي. د رسنیو د راپورونو له مخې د هند او ایټالیا د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان او اوکراین کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي.

په دې مکالمه کې د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شینکر ویلي چې د افغانستان وضعیت د نړۍ پاملرنې ته اړتیا لري او په خبره یې دمګړی دلته روان بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی.

Leave a reply