جرمني یاد هېواد ته د افغانانو ورتګ محدودوي

جرمني یاد هېواد ته د افغانانو ورتګ محدودوي
جرمني ته د افغان کډوالو پر ورتګ د محدوديت لامل نه دی په ډاګه شوی خو په اوکراين کې د جګړې له پيل وروسته له دغه هيواده اروپا ته د کډوالو سيلاب ور مات شوی چې د نړيوالې ټولنې ډير پام ور ګرځيدلی دی.
(2022 / 5 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د جرمني د کورنیوچارو وزارت وايي، په پام کې لري چې دغه هېواد ته د افغان کډوالو ننوتل محدود کړي.
د جرمني چاپ دیر شپیګل مجلې د چارواکو له قوله ويلي چې د دې پرېکړې پر اساس به په کال کې یوازې ۵ زره افغانانو ته جرمني ته د ننوتو اجازه ورکړل شي.
د جرمني حکومت د اټکل له مخې د تېرکال په زمري میاشت کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت تر پرځيدو وروسته د ۱۹ زرو په شاوخوا کې افغانان دغه هېواد ته ورغلي دي.
جرمني ته د افغان کډوالو پر ورتګ د محدوديت لامل نه دی په ډاګه شوی خو په اوکراين کې د جګړې له پيل وروسته له دغه هيواده اروپا ته د کډوالو سيلاب ور مات شوی چې د نړيوالې ټولنې ډير پام ور ګرځيدلی دی.






